د دغه شرکت ویاند سنګر نیازي د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، دا ستنه نن سهار څلور بجې او ۳۵ دقیقې ویجاړه شوې ده.
هغه زیاتوي، په یاده پایه کې څلور ماینونه ځای پرځای شوي وو، چې دوه یې چاودلي او دوه نور د امنیتي ځواکونو له خوا شنډ شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي په سیمه کې شته، څو د پايې زیانمنې شوې برخې بېرته ورغوي.
د یادونې وړ ده چې د وارداتي برېښنا جریان په عادي ډول دوام لري.
تر دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د برېښنا ستنه ویجاړه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شپږو میاشتو کې د برېښنا تر ۳۵ ډېرې ستنې ویجاړې شوې دي.
تر اوسه د دغو ستنو نړېدو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


