له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۲۰۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۰۱ نور ټپیان او ۱۳ تنه ژوندي نیول شوي دي.
همدارنګه د هغوی ګڼ شمېر وسلې او ۱۱ کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په لغمان، کونړ، ننګرهار، کندهار، بادغیس، جوزجان، سمنګان، سرپل، بلخ، تخار او بامیانو ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم د ګڼو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.
خو وسله والو طالبانو بیا د دفاع وزارت د یادې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.


