دوی نن د یو لاریون پر مهال له حکومت غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې جدي پلټنې وکړي.
د ارزګان والي محمدعمر شېرزاد بيا کليد ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې له لاریون کوونکو سره یې لیدلي او په دې برخه کې یې د جدي پلټنو امر کړی دی.
تر دې وړاندې هم په مرموز ډول د ډېر شمېر کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.
خو د ورته پېښو څېړنې بیا له خلکو سره نه دي شریکې شوې.


