ads

شینواری: په دې وروستیو کې ۱۱۷۷ طالبان وژل شوي

افغان امنیتي چارواکي وایي، په دې وروستیو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې سلګونه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

محمدخان بریال
20 چنګاښ 1400
شینواری: په دې وروستیو کې ۱۱۷۷ طالبان وژل شوي

د افغانستان د امنیتي سکټور ویاند اجمل عمر شینواري د یکشنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل، په دې وروستیو کې په ۲۵ ولایتونو کې د افغان سرتېرو د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال ۱۱۷۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶۵۰ ټپیان او ۴۲ نور نیول شوي دي.
هغه زیاتوي چې په همدې موده کې د هرات ادرسکن، د بدخشان یفتل بالا، د کندهار ارغنداب او د کندز علي اباد ولسوالۍ هم د طالبانو له شتون پاکې شوې دي.
همدارنګه د وسله والو طالبانو له لوري د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۰ کړۍ خښ شوي ماینونه د افغان سرتېرو له لوري شنډ شوي دي.
تر دې وړاندې هم د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال ګڼو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړل شوی و.
خو وسله والو طالبانو ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA