د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار اووه بجې او ۲۰ دقیقې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند په «چشمه کوتل» سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.
هغه زیاتوي، په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او پېښه د دوی تر پلټنو لاندې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په کارته نو سیمه کې د رهنمایۍ معاملاتو په دفتر کې ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې وه، چې دوه تنه پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.
تر اوسه د دغو چاودنو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


