هغه پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې دوحې او سیمې ته یې بیا سفر پیل کړی، څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
ده زیاته کړې چې که څه هم په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت پایته رسېدلی، خو په وینا یې، له افغان حکومت سره د متحده ایالاتونو کړې ژمنې پر ځای دي.
ده ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزو حل له نظامي لارو ناشونی دی او په خبره یې، هر څه باید د خبرو له لارې حل شي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې خلیلزاد به په داځل سفر کې قطر، پاکستان او ازبکستان ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د سولې مذاکرات بیا په پیلېدو دي او په وروستیو کې د دواړو لورو د تماس ډلو تر منځ ډېر شمېر ناستې شوې دي.
که څه هم د سولې خبرو ته بیا هیلې پیدا شوې، خو په ورته وخت کې په هېواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی او ګڼ شمېر ولسوالۍ د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې دي.


