د دغه وزارت ویاند صابر مومند پرون شپه ناوخته کلید ته د ور پېښې ناروغۍ له امله د نصیر احمد «احمدي» مړینه تایید کړه.
نصیر احمد «احمدي» د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی و چې له ۲۰ډېر د ناولونو، لنډو کیسو او د مشهورو لیکوالانو د ژوند لیکونو کتابونه یې لیکلي وو.
د ده تر ټولو مشهور ناولونه، «بغددي پیر، رڼا، بوډا او د لېوانو پلونه، اغزن سیم، زرو، نیکه، جوجو» او داسې نور دي.
نصیراحمد «احمدي» له ٢٠٠٣ میلادي کال را په دېخوا له رسنیو سره هم کار کړی دی او په هنري نثر کې د نوي سبک څښتن و.
په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼو کسانو د نوموړي مړینه د پښتو ادبیاتو په برخه کې ستره ضایع بللې ده. جمهوري ریاست او ګڼو نورو ادارو د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.


