د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا کلید ته وویل نن سهار ۹ او لس دقیقې د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند کارتهنو سیمه کې په یوې رهنما کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې شپږ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د نوموړي په خبره په پېښه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

