ads

په هېواد کې ۸۱۳ نور کسان پر کورونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۸۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۳۳ زره او ۸۸۵ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
19 چنګاښ 1400
په هېواد کې ۸۱۳ نور کسان پر کورونا اخته شوي
کلید

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۸۴ تنه مړه شوي او ۷۵۸ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۵۷۲۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۸۰ زره او ۲۰۴ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA