ads

د کابل پولیسو ۱۸ تنه د جنایي جرایمو په تړاو نیولي

امنیتي چارواکي وایي، پولیسو په کابل ولایت کې ۱۸تنه د جنایي جرایمو په تړاو نیولي دي.

شمس الرحمن شمس
19 چنګاښ 1400
د کابل پولیسو ۱۸ تنه د جنایي جرایمو په تړاو نیولي

د امنیه قوماندانۍ ویاند فیردوس فرامرز وایي، پولیسو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د څو اوپراتیفي عملیاتو پر مهال ۱۸ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د نوموړي په خبره دغه کسان د انسان تښتونې، وسلوالې غلا، د غیر قانوني وسلو لېږد، او د عامه نظم په ګډودۍ کې لوی لاس درلود.

د چارواکو د معلوماتو له مخې دغه کسان په لومړۍ، دوېیمې، درېیمې، څلورمې، پنځمې، شپږمې، اتمې، نهمې، لسمې، ۱۲مې، ۱۷مې او ۲۱مې حوزو اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

له دغو کسانو څخه درې میله وسله هم د پولیسو لاس ته ورغلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA