ads

جمهوررییس غني: د نظام له داخله تخریب نور د زغم نه دی

جمهوررییس محمد اشرف غنی په خوست ولایت کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل، هغه خلک چې د نظام پر ضد له داخله تخریب کوي، له دې وروسته ورته صبر نه کېږي او نور د زغم وړ نه دي.

شمس الرحمن شمس
19 چنګاښ 1400
جمهوررییس غني: د نظام له داخله تخریب نور د زغم نه دی
محمد اشرف غني

جمهوررییس غني یادو خلکو ته خبرداری ورکړ، که اصلاح نه شي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

جمهوررییس د خبرو په دوام وویل، سولې ته ژمن دی او د سولې لپاره یې ډېر څه کړي دي.

جمهوررییس د سولې لپاره د یوبل منل او په یو دریځ د ټولو افغانانو راټولېدل مهم وبلل او پر یووالي یې ټینګار وکړ.

جمهوررییس غني د نظام تخریب کوونکو ته داسې مهال خبرداری ورکوي چې دوه ورځې وړاندې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یو برحال استازی امیر شاه نائب زاده طالبانو سره پر همکارۍ تورن کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA