له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني خوست ولایت ته له رسېدو سره سم د خوست هوایي ډګر پرانیست او له متحده عربي اماراتو څخه راغلو مېلمنو سره یې ولیدل او هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه.
په پام کې ده چې جمهورریيس غني به خوست کې مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د خوست ولایت مشرانو، متنفذینو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په لویه ولسي غونډه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه هم واوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

