د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحیمي وایي، چې افغان ځواکونو د جمعې ورځ د علی اباد ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې له څو ساعته جګړې وروسته یې د یادې ولسوالۍ بازار په بشپړ ډول له طالبانو پاک کړ.
د نوموړي په وینا په عملیاتو کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

