له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهوررییس غني به د خوست هوایي ډګر د پرانیستنې په مراسمو کې ګډونه وکړي او همدارنګه به د یاد ولایت عمومي وضعیت وارزوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې جمهوررییس به د دې سفر په جریان کې د خوست ولايت له امنيتي مسوولينو او د خلکو مختلفو اقشارو سره هم وګوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

