د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن سهار ۷ او ۳۰ دقیقې د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ اړوند تره خېل سیمه کې ترهګرو د ملکي مرګ ژوبلې په هدف یو ماین ځای پر ځای کړی وو چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ کړای شو.
د نوموړي په خبره پولیسو همدارنګه د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند خواجه لکن ولسوالۍ سیمه کې یو فیر مرمۍ هم کشف او د یوې بلې پېښې مخنیوی یې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ډېر کله د سړک غاړې ماین چاودنو له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، چې په دې ورستیو کې پولیسو د ورته پېښو د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي او په روانه میاشت کې له یو شمېر پېښو څخه مخنیوی کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

