له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د هېواد د روان وضعیت، د ملي او سیاسي اجماع پیاوړتیا، د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین او د سولې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه دواړو مشرانو ټنیګار کړی چې په اوسني وضعیت کې باید د ټولنې ټول اقشار په واحد غږ او یو صف کې د جمهوریت ترڅنګ ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې روان امنیتي وضعیت ته هېوادوال اندېښمن دي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې خبرې پیل کړي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

