ads

طالبان: بین الافغاني خبرو لپاره مو وړاندیز کړی و؛ خو ځواب مو ترلاسه نه کړ

وسلوال طالبان وایي، د بین الافغاني خبرو لپاره یې یو وړاندیز افغان حکومت ته کړی و، چې تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه شوی او په وینا یې له یاد وړاندیز څخه د طالبانو د کمزورۍ تعبیر اخیستل شوی.

شمس الرحمن شمس
18 چنګاښ 1400
طالبان: بین الافغاني خبرو لپاره مو وړاندیز کړی و؛ خو ځواب مو ترلاسه نه کړ

په مسکو کې د وسلوالو طالبانو  د څلور کسیز پلاوي په استازیتوب مولوی شهاب الدین دلاور خبریالانو ته وویل، چې د زلمي خلیلزاد په لاس یې حکومت ته د خبرو لپاره یو وړاندیز لېږلی و، چې تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د ده په خبره په واندیز کې افغان حکوت ته ویل شوي و، چې د ۹۰ ورځو لپاره به جګړه درول کېږي ترڅو د خبرو لپاره د باور فضا برابره شي.

نوموړي همدارنګه وویل چې امریکا د دوحې تړون په سم ډول نه دی عملي کړی او ډېرې برخي یې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

د نوموړي په خبره وسلوال طالبان نه غواړي چې ولایتونه سقوط کړي او نه داسې عمل کوي چې په هغې کې د افغانانو وینه تویه شي.

افغان حکومت د وسلوالو طالبانو دغو خبرو ته تازه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و، چې طالبانو جګړې ته مخه کړې او د خبرو مېز یې پرېښی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA