د کندهار والي روح الله خانزاده، د ځانګړو ځواکونو قومندان تورن جنرال هیبت الله علیزی او امنيه قومندان لوی پاسوال محمد سالم احساس د یو شمېر نورو امنیتي ځواکونو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلل او کندهار ښاریانو ته يې د امنيت ډاډ ورکړ.
والي په خپلو خبرو کې وویل، چې دوسله والو بریدونه يې په شا تمبولي او ولس ته ډاډ ورکوي، چي په ارامه خپل ژوند وکړي.
باید وویل شي، چي تېره شپه وسله والو د ډنډ ولسوالۍ د ماشور او بلندي کمربند تر ماتېدو وروسته د ماهي غر له لارې د کندهار ښار د ۷ مې حوزې اړوند د میربازار سيمې ته داخل او نن سهار يې د کندهار پر عمومي محبس د برید هڅه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

