د صبریو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ وايي، چې دغه پېښه د يادې ولسوالۍ د زردارو په کلي کې رامنځته شوې ده.
د ځدراڼ په خبره، چې ماين مخکې له مخکې ځای پر ځای شوی و او هغه مهال يې چاودنه کړې، چې ماشومان پر خپلو لوبو بوخت وو.
نوموړی زیاتوي د ماين د چاودنې پرمهال درې ماشومان چې عمرونه يې د اتو او دوولسو کلونو کې ترمنځ دي، ځای پر ځای وژل شوي او يو بل تپي دی او په وژلو شويو ماشومانو کې دوه يې د يوې کورنۍ دي.
بل خوا په دغه ولايت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عامه اړيکو دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ياد ماين وسله والو طالبانو له خوا اېښودل شوی و، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

