ads

په کندهار کې لسګونه ځوانانو د افغان سرتېرو ملاتړ اعلان کړ

د کندهار ولایت لسګونه ځوانانو نن په یوه لویه غونډه کې د افغان سرتېرو ملاتړ اعلان کړ او پر ښکېلو لورو یې د اوربند او سولې ټینګېدو غږ وکړ.

تاج محمد ساحل
17 چنګاښ 1400
په کندهار کې لسګونه ځوانانو د افغان سرتېرو ملاتړ اعلان کړ

دغه ځوانان د پنجشنبې په ورځ د کندهار ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د افغان امنیتي ځواکونو او نظام پر ملاتړ راټول شوي وو.
هغوی د جګړې پر دواړو لورو غږ وکړ چې له شخصي غوښتنو تېر شي او روانه وینه توییدنه ودروي.
د دوی په وینا، که د افغانستان مسله د سولې له لارې حل نه شي او روانه جګړه همداسې دوام وکړي، ناوړه پایلې به ولري.
د کندهار خلګ پر داسي مهال د سولې او جګړې درېدو غوښتنه کوي چې اوسمهال جګړې د ولایتونو تر دروازو رارسېدلې دي.
ښکېل لوري یو بل سولې ته پر نه ژمنتیا تورنوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA