خبرپاڼه زیاتوي چې جواد ظریف یو ځل بیا د افغانستان د سولې له پروسې سره د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او د ښکېلو لورو تر منځ یې د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو، افغان حکومت او ځینو افغان سیاستوالو تر منځ په تهران کې د ترسره شوې ناستې هدف د بین الافغاني مذاکراتو اسانول ښودل شوي دي.
د افغان حکومت او سیاستوالو په استازیتوب په دغو خبرو کې یونس قانوني، کریم خرم، ارشاد احمدي، د جمهور رییس سلاکار سلام رحیمي، ظاهر وحدت، محمدالله تابش او داسې نور سیاستوال شامل دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم د عباس ستانکزي په مشرۍ ایران ته د دوی د پلاوي سفر تایید کړی دی.
هغه وایي، د طالبانو د پلاوي او ایراني چارواکو تر منځ پر افغان سوله، د دواړو هېوادونو پر اړیکو او ورته نورو مسایلو بحث وشو.


