د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي، دواړو لورو پرېکړه وکړه چې اوسنۍ جګړه د حل لاره نه ده، بلکې د ښکېلو لورو تر منځ باید ټولې هڅې د سولې پر مسله ورټولې شي.
هغه وایي، تلپاتې سولې ته د رسېدو پر مکانیزم، اسلامي نظام جوړول او طریقه یې چې لاهم ډېر وضاحت ته اړتیا لري، په دې اړه به په راتلونکې ناسته کې بحث وشي، چې ډېر ژر به جوړه شي.
په دې ناسته کې پر عامو خلکو، ښوونځیو او مسجدونو بریدونه غندل شوي او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه شوې ده.
دا غونډه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وزیر محمد جواد ظریف په مشرۍ پرون په تهران کې پیل شوه.
جواد ظریف په دې غونډه کې د ښکېلو لورو تر منځ د سولې پر راتګ او له بېرونۍ لاسووهنې پرته پر سولهییز حل ټینګار کړی دی.
دا ناسته داسې مهال کېږي چې په هېواد جګړو تر بل هر وخت زور اخیستی او د افغان سرتېرو تر څنګ ګڼو ملکي وګړو ته هم پکې زیان اوړي.


