ads

په بادغیس کې ۶۹ وسله وال طالبان ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې په بادغیس ولایت کې ګڼو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
17 چنګاښ 1400
په بادغیس کې ۶۹ وسله وال طالبان ووژل شول

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان سرتېرو د بادغیس ولایت په بېلابېلو برخو کې پر طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړي چې پر مهال ۶۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
خبرپانه زیاتوي چې د یادو بریدونو پر مهال د هغوی ګڼې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ ډېر شمېر وسله والو طالبانو د بادغیس ولایت پر مرکز برید وکړ چې ان د یاد ولایت تر دروازو ورسېدل.
خو امنیتي چارواکي بیا د دغه برید مخنیوي خبر ورکوي.
طالبانو بیا تر اوسه د یاد برید په تړاو څه نه دي ویلي، خو په بادغیس کې یې د ځینو عسکرو د تسلیمېدو خبر ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA