ads

مطلق القحطاني له جمهور رییس سره وکتل

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون مازدیګر ناوخته د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره په ارګ ماڼۍ کې وکتل.

محمدخان بریال
17 چنګاښ 1400
مطلق القحطاني له جمهور رییس سره وکتل

د دواړو لورو تر منځ په کتنه کې د افغانستان د سولې پر مسله او دوه اړخیزو موضوعاتو بحث وشو.
په ورته وخت کې نوموړي د ملي امنیت له سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره هم کتلي دي.
په همدې تړاو د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې په ترسره شوې کتنه کې دواړو لورو د سولې پروسې پر چټکتيا او د خبرو له لارې د جګړې پر حل خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، قحطاني يو ځل بيا ټينګار وکړ چې هېواد به يې د افغانستان په رهبرۍ د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي.
د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزارت دغه ځانګړی استازی پر داسې مهال کابل ته راغلی چې په دوحه کې د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې خبرې په ټپه درېدلې دي.
خو د افغانستان د مصالحې شورا بیا وایي چې ډېر ژر به د سولې په تړاو جدي خبرې پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA