د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي، په ترسره شوې ناسته کې طالب پلاوي، د ایران او روسیې چارواکو د هېوادونو تر منځ پر سرحدي مسایلو خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تهران کې د افغانستان له سیاستوالو، یو شمېر حکومتي مشرانو او پارلمان له استازو سره هم کتلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې په دې ناسته کې یې برخه اخیستې وه، ټینګار کړی چې افغانان باید له بېرونۍ لاسووهنې پرته خپلې ستونزې حل کړي.
تر دې وړاندې هم طالبانو ایران ته سفرونه کړې دي.
خو ایراني چارواکو بیا تل هغه تورونه رد کړي چې ګواکي دوی د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.


