ads

د جګړو له امله ۳۲ زره کورنۍ بېځایه شوې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د هېواد اوسني حالت او د جګړو له امله د کورنیو پر بېځایه کېدو اندېښنه څرګندوي.

محمدخان بریال
17 چنګاښ 1400
د جګړو له امله ۳۲ زره کورنۍ بېځایه شوې
ننګرهار بې ځایه شوي کډوال

د دغه وزارت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د پنجشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، په وروستۍ یوه نیمه میاشت کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د جګړو له امله ۳۲ زره کورنۍ بېځایه شوې چې ۲۰ زره کورنیو ته رسېدنه شوې ده.
د ده په وینا، په یادو ولایتونو کې پر ۲۰ زره بېځایه شوو کورنیو غوړي، اوړه، چای، بوره او داسې نور خوراکي توکي وېشل شوي دي.
که څه هم جیلاني د جګړو له امله ۲۰ زره کورنیو ته د رسېدنې خبر ورکوي، خو په ورته وخت کې ټینګار کوي چې دا بسنه نه کوي، بلکې اړتیا ده چې د بېځایه شوو کورنیو لا ډېر لاسنیوی وشي.
هغه زیاته کړه، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اوسمهال ۵۰۰ میلیونه افغانیو ته اړتیا لري چې په دې وروستیو کې د جګړو او نورو لاملونو له امله ټولو بېځایه شوو ته رسېدنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې اوسمهال په هېواد کې جګړې د دې لامل شوې چې زرګونه کورنۍ د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته اړې شي.
هغوی له حکومت غواړي چې ژر تر ژره یې ستونزو ته رسېدنه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA