ads

دیبورا لاینز د حکومت او طالبانو له پلاوو سره کتلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز په دوحه کې د افغانستان د سولې له مرکچي پلاوو سره کتلي او د دوی تر منځ د افغانستان د سولې پر مسله بحث شوی دی.

محمدخان بریال
17 چنګاښ 1400
دیبورا لاینز د حکومت او طالبانو له پلاوو سره کتلي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د پنجشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوحې ته د دیبورا لاینز سفر پایته رسېدلی دی.
اعلامیه زیاتوي، په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازې د مذاکراتو پر دواړو لورو غږ کړی چې ژر تر ژر د سولې خبرې پیل کړي او په وینا یې، د افغانستان د روانو ستونزو د حل یوازنۍ لاره سوله‌ییز حل دی.
دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې په دوحه کې د افغان سولې مرکچي پلاوو تر منځ هېڅ کتنه نه ده شوې.
خو په ورته وخت کې په هېواد کې نښتو زور اخیستی چې له امله یې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA