ads

جوبایډن د امریکایي سرتېرو وتل بیا ارزوي

د سپینې ماڼۍ ویاندې «جن ساکي» په یوه بیانیه کې ویلي چې د امریکا جمهور رییس جوبایډن به د ملي امنیت له ټیم سره له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتلو بهیر بیا وارزوي.

محمدخان بریال
17 چنګاښ 1400
جوبایډن د امریکایي سرتېرو وتل بیا ارزوي

د هغې په وینا، ټاکل شوې چې د امریکا جمهور رییس به په همدې هدف نن له خپلو امنیتي ادارو سره بحث هم وکړي.
همدارنګه رسنیو هم د امریکا د جمهور رییس له قوله د دې پوښتنې په ځواب کې چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته به د طالبانو له خوا کابل ونیول شي ویلي، په دې اړه به د پنجشنبې په ورځ له خپل امنیتي ټیم سره جدي بحث وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې اوسمهال له افغاستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر ۹۰ فیصده بشپړ شوی دی.
ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول امریکایي او بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.
امریکا ویلي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به واشنګټن د افغان سرتېرو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او له افغانستان سره به په بشري او نورو برخو کې مرستې وکړي.
خو اندېښنې دا دي چې په هېواد د سولې تر راتګ وړاندې د امریکایي سرتېرو وتل به ناوړه پایلې ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA