د خوست امينه قومندان سمونوال سيف الله سرحدي وایي، د دغه موټر بم په اړه ورته مخکې له مخکې خبر ورکړل شوی و او د دوی تر څار لاندې و.
سرحدي زیاتوي چې یاد فولډر ډوله موټر له یو بایسکل سره ټکر کړی او پولیسو هدف ته تر رسېدو مخکې شنډ او نیولی دی.
سرحدي وایي، په موټرکې دوه کسان سپاره وو چې له موټر سایکل سره له ټکر وروسته یې له سیمې فرار کړی، خو امنیتي ځواکونه یې په لټه کې دي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ هم د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو یو هینو ډوله موټر چې له چاودېدونکو توکو بار و، کشف او خنثی کړی و.


