ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۹ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
16 چنګاښ 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۹ طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په همدې موده کې د افغان سرتېرو په بریدونو کې ۲۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۵۷ ټپيان او دوه تنه له وسلو سره یوځای نیول شوي دي.
همدارنګه د طالبانو له لوري ۱۸ کړۍ خښ شوي ماینونه او په ډېره اندازه وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په لغمان، لوګر، پکتیکا، غزني، کندهار، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، هلمند، نیمروز، بدخشان، کندز او کابل ولایتونو کې اوښتې ده. تېره ورځ هم د ګنو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
طالبانو که څه هم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په ځینو ولسوالیو کې یې بیا د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA