هغه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، تېره ورځ د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې جمهور رییس کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د ولسوالیو او کلیوالي سیمو لپاره سیمهییز پولیس بیا فعال کړي.
د نوموړي په وینا، سیمهییز پولیس د کلیوالي سیمو د امنیت په خوندیتوب کې ګټور ثابت شوي او له ملي پولیسو سره یې توپیر نه کېږي.
دی زیاتوي چې ملېشې جوړول او لنډمهاله دفاع کومه پایله نه ورکوي، بلکې اړتیا ده چې د هېواد د دفاع لپاره امنیتي بنسټونو ته مراجعه وشي.
د یادولو وړ ده چې سیمهییز پولیس تېر کال منحل شوي وو.
دا سرتېري د طالبانو د بریدونو مخنیوي په هدف رامنځته شوي وو.
هغه مهال هم اندېښنه څرګنده شوې وه، که دا پولیس منحل شي، د یو شمېر ولسوالیو امنیتي حالت به ورسره خراب شي.


