د دغه وزارت د ویاند مرستیال حامد روشن پرون ناوخته کلید ته وویل، د پولیسو ځانګړي ځواکونه پر دې توانېدلي چې د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د عملیاتو په پایله کې د کابل ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسول ونیسي.
هغه زیاتوي، دا لړۍ به دوام وکړي او د هېواد په نورو برخو کې به هم وسله وال طالبان وځپل شي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د کابل په نېږدې ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو ډېرېدو خبرونه ورکړل شوي.
هېوادوال له امنیتي ادارو غواړي چې د امنیت لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


