ads

«د نړۍ او افغانستان عالمانو اوسنۍ جګړه ناروا بللې»

د افغانستان دیني عالمانو د چهار شنبې په ورځ د یوې غونډې پر مهال د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې سوله او اوربند وکړي.

محمدخان بریال
16 چنګاښ 1400
«د نړۍ او افغانستان عالمانو اوسنۍ جګړه ناروا بللې»

د کابل د حج اوقافو رییس شېرمحمد شېرزاد په همدې هدف جوړې شوې غونډې ته پر طالبانو غږ وکړ چې له وروروژنې لاس واخلي او سولې ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، دا جګړه ګټونکی نه لري او هغو کسانو ګرمه ساتلې چې په دې جګړه کې یې ګټې خوندي دي او په خبره یې، هغوی په افغانستان کې د ځواکمن دولت له شتون څخه وېرېږي.
په ورته وخت کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم د سولې په تړاو جوړې شوې غونډې ته د طالبانو له خوا د جګړو او تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه وښوده.
هغه پر دې ډلې نیوکه وکړه چې سولې ته ژمن نه دي او د جګړې پر مهال نیول شوو ځایونو، ښوونځیو او نورو دولتي تاسیساتو ته اور اچوي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان او نړۍ عالمانو اوسنۍ جګړه ناروا بللې ده.
خو بیا هم په هېواد کې ورځ تر بلې نښتې د پراخېدو په حال کې دي، چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA