ads

د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوی ایران ته تللی

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي، د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوي تهران ته سفر کړی دی.

محمدخان بریال
16 چنګاښ 1400
د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوی ایران ته تللی

د ده په خبره، دا سفر د ایران هېواد په رسمي بلنه شوی او د ایراني چاواکو او دوی تر منځه پر اړوندو مسایلو او دوه اړخیزو موضوعات بحث کېږي.
نوموړی زیاتوي چې د ستانکزي په مشرۍ ایران ته تللی پلاوی به نن له افغاني شخصیتونو سره یوه تفاهمي ناسته هم ولري.
په دې ناسته کې به د هېواد پر روان حالت او د ستونزو پر حل خبرې وشي.
تر دې وړاندې هم د طالبانو پلاوي د دغه هېواد په رسمي بلنه تهران ته سفرونه کړي دي.
خو ایراني چارواکو بیا تل هغه تورونه رد کړي چې ګواکي دوی د طالبانو ملاتړ کوي.
دا سفر پر داسې مهال ترسره کېږي چې اوسمهال تر بل هر وخت په هېواد کې جګړو زور اخیستی او ډېر شمېر ولسوالۍ د افغان سرتېرو او طالب جنګیالیو تر منځ لاس په لاس شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA