د بادغیس پر مرکز د طالبانو د برید مخه ونیول شوه

که څه هم د بادغیس ولایت یو شمېر سیمه‌ییزو سرچینو د طالبانو له لوري د دغه ولایت «قلعه نو» ښار ته د ننوتلو خبر ورکړی و، خو کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د وسله والو طالبانو د بریدونو مخه یې نیولې ده.