ads

د بادغیس پر مرکز د طالبانو د برید مخه ونیول شوه

که څه هم د بادغیس ولایت یو شمېر سیمه‌ییزو سرچینو د طالبانو له لوري د دغه ولایت «قلعه نو» ښار ته د ننوتلو خبر ورکړی و، خو کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د وسله والو طالبانو د بریدونو مخه یې نیولې ده.

محمدخان بریال
16 چنګاښ 1400
د بادغیس پر مرکز د طالبانو د برید مخه ونیول شوه

له دغه وزارت څخه په خپره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان سرتېري د خلکو له ځان او مال څخه ساتنه کوي او همدا اوس د بادغیس ولایت په مرکز کې ځای پر ځای شوي دي.
د یاد ولایت والي حسام الدین شمس هم وایي چې د ځانګړو سرتېرو له خوا د طالبانو د برید مخه نیول شوې او ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه د بادغیس ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې په ټولو سره به د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.
خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې طالبان د دغه ښار مرکز ته دننه شوي او پر زندان یې برید کړی دی.
طالبانو بیا تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي، خو په یاد ولایت کې یې د ځینو عسکرو د تسلیمېدو خبر ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA