د جمهور رییس د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل وایي، د دواړو مشرانو تر منځ په کتنه کې د افغانستان پر روان حالت بحث او خبرې وشوې.
په ورته وخت کې پخواني جمهور رییس حامدکرزي هم پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې له جمهور رییس غني سره یې په کتنه کې د سولې پر ګټورو مذاکراتو پیلېدو او د افغانانو تر منځ د یووالي پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.
تر دې وړاندې هم جمهور رییس د هېواد له بېلابېلو سیاسي او جهادي مشرانو سره پر افغان سوله او د هېواد پر روانو حالاتو بحث کړی و.
دا بحثونه پر داسې مهال دوام کوي چې د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی او هلته یې د یاد هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله او اړوندو مسایلو بحث کړی.
همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف په مشرۍ د طالبانو د پلاوي او یو شمېر ورغلو افغان مشرانو تر منځ هم ناسته شوې ده.
خو په دوحه د سولې خبرې په ټپه درېدلې او تر څنګ یې په هېواد کې جګړو تر بل هر وخت زور اخیستی دی.


