ads

اتمر او قحطاني پر افغان سوله غږېدلي

بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر محمد حنیف اتمر پرون ناوخته د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق لقحطاني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

محمدخان بریال
16 چنګاښ 1400
اتمر او قحطاني پر افغان سوله غږېدلي

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې حنیف اتمر د افغان سولې له پروسې څخه د قطر هېواد له ملاتړه مننه کړې او د خبرو مېز ته یې د طالبانو پر بیا ګرځېدو ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه په هېواد کې د طالبانو له خوا اوسنی تاوتریخوالی غندلی او زیاته کړې یې ده چې له نورو ډلو سره د طالبانو د اړیکو درلودل د دوحې له هوکړې سره په ټکر کې دي.
په ورته وخت کې د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د بین الافغاني مذاکراتو پر بیا پیلېدو او د تاوتریخوالي پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکرات په ټپه درېدلي او په ورته وخت کې تاوتریخوالی هم اوج ته رسېدلی دی.
دواړه لوري د خبرو درېدو مسولیت پر یو بل اچوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA