په هېواد کې ۱۵۵۶ نور کسان پر کورونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۵۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۲۹ زره او ۲۱ تنو ته ورسېد.