ads

محب: شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیلېږي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د دوشنبې ورځ په روسیه کې خبریالانو ته ویلي چې ډېر ژر به افغان ځواکونه په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي.

شمس الرحمن شمس
15 چنګاښ 1400
محب: شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیلېږي
ملي امنیت سلاکار

نوموړي ویلي افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې د سختو بریدونو پلان نه درلود، خو اوس اړ دي چې د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړي.

د ملي امنیت سلاکار همدارنګه د خپل سفر په لړ کې له روسي چارواکو سره د افغانستان او سیمې د امنیتي او سیاسي حالاتو هم غږېدلی دی.

حمدالله محب داسې مهال په شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پیلېدو خبر ورکوي چې وسلوال طالبان په یادو ولایتونو کې د پرمختګ خبر ورکړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA