ads

طالبانو د حصارک ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې

وسلوال طالبان د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي، خو ولایتي اداره وایي، ولسوالي د افغان ځواکونو سره په لاس کې ده او د سقوط خبر یې ناسم دی.

ایمل عزیزي
15 چنګاښ 1400
طالبانو د حصارک ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې
ننګرهار

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولي او وایې چې  د دغې ولسوالۍ مرکز  د خلکو د غوښتنې او د  نظامي شورا له پرېکړې سره سم وړاندې له اصلي سیمې بل ځای ته لېږدول شوی او په عادي شکل یې چارې دوام لري.

خوګیاڼی د حصارک ولسوالۍ د اصلي مرکز  د تغییر لاملونه په سیمه کې د خلکو کورونه او ناسم موقعیت یادوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي د ننګرهار حصارک ولسوالۍ د دوی لاس ته لوېدلې او ولسوالي د دوی تر کنټرول لاندې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA