یوناما ادارې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې مېرمن دیبرا لاینز د افغان سولې پروسې څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ په تړاو د طالبانو له مرکچي پلاوي سره خبرې کړي دي او ټینګار یې کړی چې جګړه باید ودرول شي او د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.
نوموړې ویلي د جګړې درېدل افغانان د سولې هیلې ته رسولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی او هره ورځ د ښکېلو لور ترڅنګ په کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

