له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بریدونو او نښتو په ترڅ کې ۲۶۱تنه طالبان وژلي ۲۰۶ تنه نور ټپیان کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې وسلوالو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په لغمان، ننګرهار، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغېس، بلخ، جوزجان،هلمند، بدخشان، کندز او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

