د نوموړي په خبره انجیوګانې او بهرنۍ مرستندویه موسسې دې د دولت د لومړیتوبونو په چوکاټ کې د روښانه اصول پر اساس خدمتونه وړاندې کړي.
جمهوررییس غني همدارنګه د حکومتولۍ پر ډیجیټلي کېدو او د اداري فساد پر وړاندې پر اغېزناکې مبارزې د ټینګار ترڅنګ ویلي، دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په ارګ کې د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ له وچکالۍ سره د مبارزې او بېځایه شویو کورنیو ته د رسیدګي په اړه غونډه ترسره شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

