ads

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تبلیغاتي جګړه پیل کړې ده

د کورنیو چارو وزارت وایي، وسلوالو طالبانو د ولسوالیو د سقوط په نامه تبلیغاتي جګړه پیل کړې ده او د یوې پوستې سقوط د ولسوالیو د نیولو په مانا نه دي.

شمس الرحمن شمس
14 چنګاښ 1400
کورنیو چارو وزارت: طالبانو تبلیغاتي جګړه پیل کړې ده

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د وسلوالو طالبانو هغه ادعا چې له افغان ځواکونو څخه یې تر سلو ډېرې ولسوالۍ نیولي دي رد کړه.

د نوموړي په خبره افغان ځواکونو د هېواد په ټولو نقطو کې ثابت حضور لري او د طالبانو پر وړاندې یې عملیات پیل کړي چې په دې ورستیو کې له لسو تر ۱۴ ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

د ده په خبره د پولیسو د خوندیتوب لپاره له یو شمېر ولسوالیو څخه تاکتیکي شاتګ شوی او زیاتوي هغه وسایط چې طالبانو ترلاسه کړي دي یوازې ترې لوجیستیکي ګټه اخیستی شي.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو د لسګونو ولسوالیو د نیولو تر څنګ تازه د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA