د لښګرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر عبدالباقي بارز وایي، وژل شوي کسان ځانمرګي وو او پر لومړۍ امنیتي حوزې د برید په هدف راوتلي وو، چې خپل واسکټ پرې چاودلی او درې واړه یې وژلي دي.
د نوموړي په خبره پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه د ناوې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د نیولو خبر ورکړی، خو افغان چارواکو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


