د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د دوشنبې ورځ د جرګې په جمعهبندۍ کې وویل، سره له دې چې جګړې زور اخیستی او هره ورځ افغان ولس د جګړې له کبله خپل نږدې دوستان له لاسه ورکوي؛ خو د سولې پروسه باید ونه درول شي.
نوموړي وویل، د جګړې یوازینۍ حل لار خبرې کول دي او دا پروسه باید چټکه شي.
رحماني د ولسي جرګې په استازیتوب له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې یو ځل بیا د خبرو لړۍ له سره پیل کړي او یوې ځانګړې پایلې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.
ولسي جرګه د سولې خبرو د بیا پیل لپاره پر داسې مهال ټینګار کوي چې په هېواد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جکړو زور اخیستی او د ښکېلو خواوو ترڅنګ پکې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

