سرچینه وایي، چې له نوموړي سره د هغه درې نور ملګري هم نیول شوي دي.
د ملي امنیت عمومي ریاست وایي یاد کسان د داعش ډلې غړي دي، چې له دې کسانو سره یو اندازه مهمات هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برېښنا ۳۹ ستنې په بمونو الوزول شوي.
یاد شرکت وایي، د ړنګو شویو پایو بېرته رغول ملیونونه افغانۍ زیان درلود او په وینا یې د برېښنا د یوې پایې ترمیم تر ۱۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت غواړي.
برېښنا شرکت له عامو خلکو غوښتنه کوي، چې د برېښنا پایو په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


