له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د هغو افغانانو په اړه چې تاجیکستان سره په سرحدي سیمو کې د طالبانو د ظلم او تاوتریخوالي له امله دغه هېواد ته ورغلي، خبرې وکړې.
د تاجیکستان جمهوررییس هم پر رامنځته شوي وضعیت اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
په ورته مهال جمهوررییس غني د افغانانو پر وړاندې تاجیکستان هېواد د ښه نیت او بشردوستانه حس قدردانی کړی او ویلي یې دي ژر به یادو افغانانو ته د رسېدګۍ په هدف لازم او عاجل اقدامات وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د تاجیکستان په سرحدي سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له کبله یو شمېر افغانان، تاجیکستان ته اوښتي چې وضعیت ته په کتو به بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


