ads

امنیتي چارواکي: لغمان کې ۲۱ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان امنیتي چارواکي په دې ولایت کې ۲۱ تنو وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
14 چنګاښ 1400
امنیتي چارواکي: لغمان کې ۲۱ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند مقصود صاحبزاده وایي، افغان ځواکونو تېره شپه د لغمان الیشنګ ولسوالۍ اړوند ګلوټې سیمه کې د وسلوالو طالبانو یوه قرارګاه په نښه کړې چې په پایله کې یې ۹ تنه طالبان وژلي او ۷ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د نوموړي په خبره په دغو بریدونو کې د وسلوالو طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.

دی همدارنګه زیاتوي چې افغان ځواکونو د مرکز اړوند خان قلعه او هرمل سیمو کې افغان ځواکونو له طالبانو سره د مخامخ نښتې پر مهال دوه تنه طالبان وژلي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د صاحبزاده په  خبره په دغه نښته کې امنیتي ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA